
ایکنا نیوز د Muslims Around The World له قوله راپور راکړ، په دغه سمینار کې څېړونکي، حکومتي چارواکي او د مذهبي بنسټونو او مدني ټولنې استازي سره ټول شوي وو څو د ښيپال افراطیت د راټوکېدو او د هغه د ټولنیز یووالي پر پایلو بحث وکړي. په کنفرانس کې د کرکې خپرولو او افراطیت د زیاتېدونکي ګواښ موضوع هم وڅېړل شوه؛ یوه داسې ښکارنده چې اروپائي ټولنو ته ورځ تر بلې لویه ننګونه جوړوي.
ګډونوالو د ټولنې پر وړاندې د ۲۲ جولای ترهګریز برید، پر مسجد النور برید او د یوه مسلمان ځوان د وژلې پشمول تېرو بریدونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ناروې په وروستیو کلونو کې د ښيپال افراطیت جدي پایلې لیدلې دي. دوی یادونه وکړه چې د کرکې وینا عادي کېدل سوکه سوکه د «عامه بحث د منلو وړ سرحدونه» بڼې کوي.
د ناروې د اسلامی خبرواترو د چینل مشر فاروق ترزیچ، په خپلو خبرو کې د ټولنې پر مسوولیت ټینګار وکړ چې باید له افراطي ایډیالوجیو سره مبارزه وشي او د هغوی د خپرېدو مخه ونیول شي. هغه د بشري ارزښتونو د ساتنې او د ټولنیز یووالي د پیاوړتیا لپاره د ګډو هڅو اهمیت یاد کړ.
د اسلو ښاروال، آن لیندبو،په ټولنې کې د امنیت او د تړاو د احساس پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
مسلمان څېړونکي، شوکت وریچ، د افراطیت پر وړاندې د مبارزې نړیوالې تجروبې وڅېړلې او اوزر احمد د مسلمانانو پر وړاندې د توکمپالنې او د هغې د ټولنیزو پایلو په اړه خبرې وکړې.
په دغه کنفرانس کې د خبرو اترو یوه غونډه هم شامله وه چې د یهودي، مسلمان او مسیحي ټولنو استازي ئې سره ټول کړي وو. دوی اعلان وکړ چې د دینونو او د کلتورونو ترمنځ خبرې اترې د قطبي کېدو د کمولو او د متقابل تفاهم ددودیدا لپاره یوه عملي وسیله ده.
https://iqna.ir/fa/news/4334936